ایکنا نیوز دفرانس پریس له قوله راپور راکړ،د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر په وینا،ددغه هیواد په جوماتونو کې د جماعت امامان دې په فرانسیسۍ ژبه خبرې وکړي او د سیکولرزم د ز ده کړې په دورو کې کې ګډون وکړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر روښانه کړې ده ، دغه شرائط به په دغه هیواد کې د جوماتونو دجمې امامانو لپاره د نوی اداري وضعیّت د رامینځةکولو سبب شي.هغه همداراز په فرانسې کې ددینونو دپیروکارو ترمینځ په نه توپير باندې په ټینګار سره دغه اقدام د بهرنیو هیوادونو په وسیله د جماعت د ائمه ؤ د حقوقو یا تنخواګانو د ورکولو د مخنیوي په موخې سره وبالۀ.
له دې مخکې،ژرالډ ډرمنن د فرانسې د حکومت له ژبې هغو هیوادونو ته چې د جماعت امامان فرانسې ته لیږي، اعلان کړی چې له ۲۰۲۴کال څخه له نورو هیوادونو څخه د جماعت امامانو ګمارل دریږي.
په ۹۰لسیزې کې فرانسې له الجزایر ، مراکش او ترکیې سره یوه موافقه لاسلیک کړې چې په سبب ئې په فرانسې کې د جمې امامانو ته د اقامت مجوز او پاسپورټ ورکاوۀ.د جماعت دامام رول یوازې دلمانځه قایمولو ته نه محدودیږي ، بلکې د مهاجرانو بچیانو ته د عربی ژبې ورزده کول هم پکې راځي ، خو دغه سسټم په دا وروستیو کې پاي ته رسیدلی دی.
داسلام دین نن سبا په فرانسې کې دوهم لوي دین شمیرل کیږي. فرانسه له امریکا وروسته په نړۍ کې دوهم ستر هیواد دی چې تر تولو زیات ئې اسلامي لږکي ته ځاي ورکړی دی.د راپور شوو احصایو په اساس ، په دغه شپیته میلیون آبادي لرونکي هیواد کې کابو شپږ میلیون مسلمانان ژوند کوي.